زما کوره ، زما ګوره ، دګلو هاره ښکلی ننګر هاره دښمنان دی په سترګو ړانده شه
انجینر محمود صافی انجینر محمود صافی

په پښتو ژبه کۍ یو مشهور متل وایی چه زړه درد وکړی دړندو سترګو اوښی راځی . په تیره اونی کښی دهغه 40 نفرو ډلیزه،وژنه اودهغه 80 نفرو شدید زخمی کیدنه چه دجلال اباد ښار یی په ماتم سرای بدل کړه .دا دکوم ظالم دلاسه ناروا زمونږ په خلکو روا کیږی .دویدیو کلیپ کتل یی یو بشری ناورین دی .زما په عقیده پنجابی ،انګلیسی ،امریکایی ،ظا لیمان دادری واړه یودی .دا دپشی او موږګ بازی به کله ختمه شی اوزمونږ بیچاره اولس به کله تری خلاص شی .خدای خو حق بین دی اخر به ظا لیمان تروریستان دخپل عمل جزا ووینی .                                                         همدا شان ورته حملات اوجنګونه زمونږ په نورو ولایتونو کی لکه قندهار ښار کي ،کابل ښار سیتی سنتر ،وزیر اکبر خان مینه ،نوی ښار ،خوست ولایت ،قندوز ولایت ،دکنړ ولایت دغازی اباد سیمه کی دډیرو بی ګناه اوبی دفاع اولس ډلیزه وژنه  دوینو رودونه بهول ،او شهادت دډیر غمګینی او افسوس خبر دی . لوی خدای دی هغه چا ته چه په دی ناتار کی خپل جګر توټی دلاسه ورکړی دۍ دزړه صبر ورکړی . او پاکو شهیدانو ته دی خدای پاک جنتونه ورکړی . او قاتلینو ته دی خدای جهنم دوزخ ور په برخه کړی .امین یا رب لعا لمین.                                                               درنو لوستونکو دادی 9 کاله کیږی چه د نړی یو پر څلورمه بر خه زمونږ په ملک کی شتون لری .او او اپراتیفی حا لات ورځ په ورځ خرابیږی  زمونږ ګران ټاټوبی دډیری لوی اوپراتیفی بازی ښکار دی ګمان نکوم چه اشغال ګر قواویی زمونږ وطن ازاد پریږدی .او اوس خو لا خبره نظا می دایمی اډو ته رسیدلی ده .او امریکا یی دقبا لی تمه لری .داګران افغانستان دی .دا دامپراطوریو قبرستان دی افغان جهادی دولت دا بشری ناورین  اوډلیزه وژنه دجمهوری ریاست په یوه غندنه سره ځان ته تسل ورکوی اوزمونږ اولس تیر باسی . او ځان قانع ساتی . باید دکشف امنیتی قواو ځینی  پوښتنه وشی  .دبلی خواه دا وړانده جهادی وکیلان په پارلمان کی په انډوخر لګیا دی   خپل ځان نشی جوړولای دقانون په خلا کی  شپی او ورځی تیروی .ملت ته به څه قوانین جوړ کړی .دا دی تر اوسه په څلورم دور کی ونه توانیدل چه ریس اواداری هیت اورهبری تعین کړی .اکثریت یی هغه ، غله ،سړی وژونکی ،لاروهونکی ،ددین اووطن حرفوی ماران دی چه دوطن ملی ګټی یا پیژنی نه اویا باید ددوی دپاره ددوی استادان  دسواد اموزی تدریس ورکړی  .تر اوسه دادی زمونږ په ګران وطن دځنګل قانون  چلیږی .روشنفکران او ملی سیاسی قوتونه د پارلمان او دسیاسی صحنی څخه خارج دی .      دا دی جهادی پارلمان اوجهادی سنا توران په ګران وطن چپه چرخی کوی ددی نه علاوه په دواړو مجلسو کی دځان پلورنی ګډ بازار روان دی چه څه به کیږی .امریکا ،اقوام متحده او نوره غربی نړی د خپل پانګه اچونی ثمره اخلی .او زمونږ ټول اولس او ملت یی ګروګان نیولی دی .او په دی وړندو خپل نژدی او لری منطقوی اهداف تطبیقوی .ګمان نکوم که امریکا دایران، ترکمنستان او اذربایجان ،اودکسپین بحیری نفت او ګاز په اسانه حا زمو لی   وشی .دا تاریخ دی ولسونه به راویش شی ،دعربی نړی غوندی به یوه ورځ دا غله او ډاړه ماران بیا یو ځل دپاره دهغوی داستادانو سره یو ځای دملا ربانی غوندی دوطن دپامیر غره جګو څوکی ته په شا ه کړی اوتاریخ به تکرار شی .اوزمونږ اولس به ازاد شی. په دی ځای کی یوه تاریخی کیسه دیادولو وړ ده.خدا ی  وکړی چه لوستونکی خسته نکړی ویل کیږی چه دظاهرشاه دپاچاهی په دوران په پخوا زمانه کی دامریکی دمتحده ایا لا تو جمهور ریس هایزن هاورافغانستان ته تشریف راوړی وه دمعمولو رسمی تشریفاتو سره ورته ډیر قدر اودولتی عزت وشوه په مقابل کی یی ظاهرشاه ته ددپلوماتیکو مناسباتوپر اساس امریکی ته دعوت ورکړه .شاه دوخت امریکی ته په سفر شو.هلته په امریکی کی ورته بل مثل دیر عزت او تشریفات وشوول ،کیسه داسی شووه چه دامریکی جمهور ریس دسنا مجلس په کلنی کتنه کی امریکی سناتورانو انتقاد کړه.او وی ویل چه تاسی ولی داسی یو پاچا  چه زمو نږ سره یی ملک هیڅ برابری نلری او خلک خان ته مړی نلری ، ملک یی دخلکو  درفاه او هوسایی دپاره هیڅ مادی تولید نلری .په دومره لوی ستندرت میلمه پالنه وکړه .د امریکی دجمهور ریس خواب داوه .چه دا پا چا یو ډیر هوښیار سړی دی افغانستان داسی یو ملک دی چه 16 میلونه نفوس لری 99 فیصده خلک یی مذهبی مسلمانان دی او70 فیصده خلک یی بی سواده دی .دولت اوخلک یی وطنی ملی ګټی نه پیژنی ددولت دستګاه دفتنی اوفساده ډکه ده .خلاصه داچه نیمای دولتی دستګاه غله دی .اودی دغلو پاچا دی او دغلو ادارهم دومره اسان کار ندی .خو داپاچا یو امتیاز لری هغه دا چه په خپلو خلکویی یو تور ټوکر غړولی دی ټول خلک او  ملک یی په پوره آمن او امنیت کی ژوند کوی . اوس ظاهر شاه مړ دی او هم هغه پخوانی غلو رسی شکولی دی زمونږ په بیچاره اوبد بخت ملت غوبلی کوی .دا ده غربی دمو کراسی چه مونږ ته یی ارمغان راوړی ده  . زمانه ډیره ژر په تیریدو ده وخت لکه دبرق په شان درومی .حق اوحقیقت به بل اخره خپل ځای ونیسی .دخلکو ملی وحدت به دزمانی جبر تامین کړی او اجتماعی عدالت ته به لاره هواره شی او داهغه څه دی چه دخلکو په پوهاوی سره لاس ته راځی .دپانګوالی لیونی به هم پوه شی چه افغان اولس اوپرګنی به چه دوی ګروګان نیولی دی خپل سرنوشت په خپله وټاکی دازمونږ حق اودا دتاریخ حکم دی  او غله ډاړماران ،او دافغان اولس حرفوی قاتلان به دصحنی ځینی خارج کړی.او دازادی او سولی ،خوش بختی لمر به دهندوکش ،پامیر ،بابا ،سپین غر ،شمشاد ،کاوون ،په غرونو نورانی شی .محترم کاوون صاحب دوطن په مینه کی داسی ویلی دی .                                                

توری خاوری به یی پوری کړم په سترګو

که قسمت می یوځل بیا وطن ته بو تلم

خپلی اوښکی به یی  برخه کړم دګلو

که کوم باد هغه ښایسته چمن ته بوتلم


February 27th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات